IQNA

اروپایان له سپاه پاسدارانو سره هیڅکله هم سیالی نشي کولی

6:43 - January 23, 2023
د خبر لمبر: 3486787
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د سپاه په ضد د اروپائي پارلیمان د وروستي اقدام په غبرګون کې  ووئيل،اروپایان له سپاه سره سیالي نشي کولی.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  پرون د ایران داسلامی شورا په څرګندې غونډې کې په وروستیو میاشتو :ې د ایران په داخل کې  د یوه امنیتی بحران په ژورتیا کې د اروپائي هیوادونو په تیره بیا د انګلستان،جرمني ،فرانسې او هالینډ   ښکاره  لاسوهنو ته په اشارې سره ووئیل، ومولیدل چې دغو اروپائي هیوادونو څرنګه هڅه وکړه ،  دایران له اسلامی نظامه د نړیوال رواوالي په سلبولو کې د اصلی لوبغلاړي رول په غاړه واخلی .؟

سردار سلامي ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  ومولیدل، څرنګه دوي  د هغو غرضي فراریانو د  امن په ځاي بدل شوي چې  دایران دملت لپاره ئې ترهه ګري ډالۍ کړې وه، ووئیل، د ایران دملت لپاره د اروپا ډالۍ  د  اسلامی نظام د نړیوال اعتبار او امنیت ، وحدت  او خپلواکۍ د له مینځه وړلول پاره د  یوې داخلی فتنې  دا ور د لمبو له زیاتولو پرته بل هیڅ  نه دي.

د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان په دې باب د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  اعتراف ته په اشارې سره چې  اوباما د داعش پنځونکی ؤ ،ووئیل،په اسلامی هیوادونو کې ددغه داعش لاوه، چې  روانه وه ، دهغه د ترهه ګرۍ د اور لمبې  نړۍ راګیره کړي  او د اروپا په مینځ کې  نه ستنیدونکی امنیتی بحران رامینځةکړي ،د چا په لاس پيزواني شو.؟

آیا دا د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران نه  وو چې  دجنرال قاسم سلیماني په قوماندانۍ سره ئې په هغو ټاټوبو کې چې ترهه ګري پکې په خوریدا وه او  لاوه پکې په راپورته کیدا وه ،هره کوڅه او هره دره او کور کور کې  وجنګیدل  او په غرونو کې ئې ورسره ډغره ووهله ،شهیدان شول  او آیا  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  له سرښیندنې پرته  اوسنۍ نړۍ ته  له دغه نړیوال شر او بلا څخه چا نجات ورکولی شو؟ سردار حسین سلامي ددې خبرې په کولو سره چې  د مونږ لاسونه خلاص دي  او هریوه ځاي ته لاس رسی لرو ،اروپایانو ته په خطاب کې ئې ووئيل،  تاسو تیروتنه کړې ده چې اوس  د اسلامی نظام ، ملت او سپاه پاسدارانو ډګر ته مو داسې واضح ودنګل ،تاسو څه حق لرئ  چې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې وکړئ  ؟ هیڅ به په لاس درنشي. سردار سلامي ټینګار وکړ،   د ایران اسلامی جمهوریت دسترو قدرتونو  پوزه په مځکې دموښلو  تجروبه لري او ایران اوس دبندیز لپاره  داراوپا له ارادې مخکې تیر شوی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/11/02/2841310/

captcha